د نن ورځې مهم خبرونه

پروان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر له ۱۰۰ واوښت

طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو کې د  دولت وزیر غلام بهاءالدین جېلاني وايي د لومړنیو شمېرو پر بنسټ د پروان مرکز چارېکار ښار کې د سېلابونو له امله له ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۳۰۰ ډېر ټپیان دي.

 

عمران خان او ډاکتر عبدالله ټېلېفوني خبرې کړي

د ملي مصالحې شورا دفتر وايي چې په دې اړيکه کې پر افغان سولې پروسې خبرې وشوې او عمران خان په دې پروسه کې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ.


د ننګرهار جګړو ځپلو ښځو په سوله کې د خپلو حقوقوغوښتنه وکړه 

دننګرهار ولايت کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې د سولې په خبرو اترو کې جګړه ځپلو مېرمنو څخه د نظر اخېستو لړۍ پيل شوه چې ښځو پکې يادې غوښتنې وکړې.


د کانونو پخوانۍ وزيره څارنوالۍ ته معرفي شوه

د خپرو شويو اسنادو له مخې کانونو وزارت مخکینۍ سرپرسته نرګس نهان د دې وزارت له ۱۸ نورو کسانو سره چې مرستیالان، مشاورین، رییسان او کارمندان پکې شامل دي، لوی څارنوالۍ ته د فساد په تور معرفي شوي دي.


د پروان سيلابونو کې ۱۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځايي مسوولين وايي، چې د ولايت په مرکز او شاوخوا سيمو کې د سيلابونو له امله ۴۵ تنه مړه او ۸۰ نور ژوبل شوي دي.


پاکستان: د طالبانو او امریکا تړون زموږ په همکارۍ لاسلیک شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي سره د لیدنې پرمهال ویلي چې افغان سولې پروسه کې خپل رول به ادا کوي.


د پروان سيلابونو کې ١١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د والي وياندې وحيدې شهکار وايي چې د ولايت په مرکز او شاوخوا سيمو کې د سيلابونو له امله ٣٨ تنه مړه او ٧٧ ژوبل شوي دي.


طالبانو جوزجان ولایت کې د ګازو یو پایپ په بمونو الوځولی.

د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي چې دا ملت پورې مربوط دی او.امنیتی ځواکونه به یې کلکه ساتنه کوي.


کندهار کې ٤٤ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار امنيه قومانداني وايي چې په ارغنداب، شاه وليکوټ او ميانشين ولسواليو کې ٢٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٨ نور ژوبل شوي دي.

  • 05 وږی 1399